د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د حج او اوقافو د ریاست د ملکیتونو د غصب په اړه بحث او پریکړه وشوه چې د یاد ریاست موضوع د امارت د قضایاو ادارې له لارې تعقیب کړي.
په دغې ناسته کې، د شیوې دښتې د څړځایونو سروې او تثبیت راپور وړاندې شو او پریکړه وشوه چې هیئت راتلونکي اوونۍ ارګو ولسوالۍ ته سفر وکړي او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
