د بدخشان ولایت د عدليې رئیس وپېژندل شو او کاريې پیل وکړ

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۰:۴
.

د تخار ولایت د عدليې پخواني رئيس عماد الدین عماد چې د بدخشان ولایت د عدليې رئیس په توګه ټاکل شوی دی د یولړ مراسمو  په ترڅ کې د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو ته وپېژندل شو.

دغه مراسم سه شنبې د غبرګولي په ۱۸ مه جوړ شو او په هغه کې  یوشمېر متنفذینو ، ځوانانو او د دغه ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو شتون درلود.

د بدخشان ولایت د عدليې رئيس د عدليې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل چې هڅه کوو ترڅو خلکو ته د عدلي او قضايي ښې خدمتونه وړاندې کړو. هغه همداراز له فساد سره د مبارزې پر وړاندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، هڅه کوي تر څو دا مسؤلیت  د محاکمو د وروستیو او قاطع احکامو د پلي کولو او تنفیذ له لارې،  د دولت د قضایاوو د صادرو قرارونو ، د دولت د منقولو او غیر منقولو شتمنیو څخه ملاتړ، د ماشومانو، ښځو او بېوزلو تورنو او مجرمینو له حقوقو څخه د قانون په چوکاټ کې دفاع، د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو بنسټونو او د معاملو د لارښوونو دفترونو د فعالیتونو څخه د ولایت مقام او اړوندو ادارو سره په همغږۍ کنترول، څارنه او تعقیب کړي.

.

په همدې مهال، د بدخشان د عدليې ریاست کارکوونکو هم ژمنه وکړه چې د عدلي او قضايي د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په منظور جدي هڅه کوي. هغوی د دغه ولایت د پخواني رئیس له کړنو څخه مننه وکړه او ښاغلی عماد ته د بریاوو هیله وکړه.

په پای کې، د بدخشان د عدليې رئیس د عدليې ریاست د کارکوونکو او د یو شمېر ځوانانو تو مشرانو له لوري خپل کاري دفتر ته لارښودنه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS