د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۸:۵۲
.

د بامیان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت د ځیني موضوعاتو په بررسۍ سره د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې یو لړ لازم تصمیمونه ونیول.

په دغې ناسته کې تخنیکي هیئت د یو شخص لخوا د څړځای ساحه په کرنیزې ساحې د تبدیلولو په اړه د بامیان د مرکز د دوکاني د دوه تنو عریضه بررسي کړه او پریکړه وشوه چې هیئت ساحې ته ولاړ شي او له نږدې څخه یې لیدنه او بررسي وکړي.

دغه راز هیئت په روبا قول ساحه کې د ۵۰ جریبه تثبیت شوې امارتي ځمکې په اړه پریکړه وکړه چې پر ساحې کار پیل شي.

په یاده ناسته کې د شش پل ساحې د درې جریبه ځمکې  د موضوع په اړه چې د یو شخص تر ادعا لاندې ده هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې له محکمو څخه معلومات وغوښتل شي او ورسته د کرنې ریاست په ساحه کې امارتي او شخصي ځمکې تفکیک کړي او د شخص ملکیت هغه ته وسپاري.

په دغې ناسته کې د بامیان د مرکز د جر خشکک ساحې، د اتفاق ښارګوټي او د نیک اژدر ګلستان ښارګوټي په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې راپور یې تر راتلونکې غونډې پورې جوړ شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې د تصرف د منع، پلورلو، ویشلو  او اړوندو ادارو ته د امارتي ځمکو د لیږد په اړه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS