د بامیانو له والي سره د عدليې وزارت د مالي او اداري معین کتنه

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۱۱:۱۶
.

د عدليې وزارت د مالي او اداري معین سید محمد هاشمي د بامیانو له والي سید انور رحمتي سره د زمري د میاشتې په ۵ نېټه د یکشنبې په ورځ وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د محکمو د قضايې پریکړو د تطبیق، د عامه املاکو د غضب څخه د مخنیوي ، د عدليې ریاست د امنیت تآمینولو، د کهمرد ولسوالۍ د دو آب میخ زرین په سیمه کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ۳۶جریبه ځمکې اړوند د دولت د قضايې د قرار د تطبیق، د بامیانو د مرکز د شش پل باغ فامیلي په اړوند د دولت د قضايې قرار د تطبیق، د پنجاب د دشت غجور په هکله د محکمو د وروستۍ پریکړې، د ولسوالیو په کمپلکس ودانۍ کې د ولسوالیو له حقوقو د مدیریتونو د کاري دفترونو او د ولسوالیو په کچه د عدليې وزارت د دولت د قضایاوو د استردادي قرارونو په تطبیق کې د پولیسو د جدي همکارۍ په باره کې خبرې وکړې.

.

په دې کتنه کې د بامیانو والي د مسؤلیتونو په ترسره کولو کې په همغږۍ  باندې د ټینګار په ترڅ کې د قانون په تطبیق کې د عدليې ریاست له کارکوونکو سره د پولیسو له همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS