د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۹
.

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS