د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۱:۵۰

د بادغیس ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د کب د میاشتې په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي عبدالرزاق مرزوقي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د بادغیس د عدلیې رئیس له اوامرو څخه په اطاعت، په وخت د چارو ترسره کولو، د روژې په میاشت کې په مرستې او همکارۍ او د یو شمېر لارښوونو په پلي کولو ټینګار وکړ او کارمندانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

له بلې خوا د یاد ریاست د بېلابېلو برخو آمرینو او کارمندانو د کاري چارو لاښه ترسره کیدو په منظور خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل او د عدلیې رئیس په دې هکله لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS