د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس، په افغانستان کې د کوکنارو کښت په مطلق ډول ممنوع دی.

hakeem_admin
.

بسم الله الرحمن الرحيم 


په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله فرمان
ګڼه ۳۱
نېټه: ۱۴۴۳/۹/۴ هـ.ق
ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د دغه فرمان د صدور له نېټې څخه وروسته په افغانستان کې د کوکنارو كښت په مطلق ډول ممنوع دی. له دې وروسته به هېڅوک پر خپلو ځمکو باندې کوکنار نه کري، که هر چا کوکنار وکرل نو کښت به یې له منځه وړل کېږي او په خپله به د شرعي چلند سره مخ کېږي.
همدارنګه په ټول هېواد کې د نشه یې توکو د ټولو ډولونو لکه: شراب، هیرویین، شیشه، تابلیت کا، چرس او د نورو ټولو نشه کوونکو شیانو کارول، انتقال، خرڅلاو، تجارت، واردات او صادرات او د نشه يي توکو د تولید کارخانې ممنوع دي. که هر چا د دغه فرمان له حکمونو څخه سرغړونه وکړه، د اسلامي امارت عدلي او قضائي ارګانونو ته به معرفي کېږي او له سختو مجازاتو سره به مخ کېږي.


والسلام 
اميرالمؤمنين شېخ القرآن والحديث
مولوي هبة الله اخندزاده

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۴:۴۳
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۷ دورې د پاېلو خبرتیا

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۷ دوره د غویي د میاشتې په ۱۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې۱۴ تنه مدافع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۷ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د ذوالقعدې د میاشتې په ۷ مه نېټه چې د غویي (ثور) د میاشتې له ۱۵ نېټه سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ، د ۱۲ تنو ن . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

په عدالت ګاهنامه کې د چاپ لپاره د علمي – تخصصي مقالو د منلو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت ټولو علاقه‌مندانو او لیکوالانو ته خبر ورکوي چې د دې وزارت رسمي خپرندویه ارګان د عدالت ګاهنامه، د دغې خپرونې راتلونکې ګڼې لپاره د هغوی علمي ـ تخصصي (شرعي او . . .

Back to announcements