د افغانۍ پیسو د ترویج په موخه د پکتیا ولایت د موټرپلورونکو له اتحادیې سره ناسته جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۲
.

پکتیا ولایت کې د افغانۍ پیسو د ترویج په موخه توظیف شوي ګډ پلاوي د یاد ولایت د موټرپلورونکو اتحاديې له رئیس او یو شمېر غړو سره د عدلیې ریاست په مقر کې یوه ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۱۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه، د عدلیې رئیس او د یاد هيئت نورو غړو حضور درلود او د موټرپلورونکو اتحادیې مسؤولینو ته یې توصیه وکړه چې د پېر او پلور په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو له استفادې څخه ډډه وکړي ترڅو د افغانۍ پیسو ارزښت خوندي شي.

د یادې اتحادیې مسؤولینو هم د دغه تصمیم په هرکلي سره، ژمنه وکړه چې د یادې اتحادیې غړي ټول موټرپلورونکي به، وروسته له دې خپل معاملات په افغانۍ پیسو ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS