د افرادو او اشخاصو په واسطې د کورونو د ناقانونه معاملاتو ترسره کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کابل د مرکز او ولسواليو ټولو اوسیدونکو ته خبر ورکوي چې د کورونو د غیر قانوني معاملاتو څخه ډډه وکړي. افراد او اشخاص به د لاندنیو مواردو د ترسره کولو په صورت کې د اړوندو ارګانونو له قانوني چلند سره مخ شي:

۱. په هغه صورت کې چې یو شخص په غیرقانوني توګه کور په کرایه ورکړي، په بیع جایزي ورکړي او یا یې وپېري او وپلوري.

۲. په هغه صورت کې چې یو شخص په غیر قانوني توګه یو کور پریږدي او په غیر قانوني ډول یې بل شخص ته وسپاري.

۳. په هغه صورت کې چې یو شخص په جعلي تذکره یا جعلي معلوماتو کور ونیسي.

۴. په هغه صورت کې چې یو شخص کور ونیسي خو ورته مهال د ساحوي پاسپورت په فورمه کې سم معلومات درج نه کړي.

۵. په هغه صورت کې چې یو شخص په قانوني توګه د کور نیونې په وخت کې، د پړاوونو تېرولو بهیر (تضمین خط او د ساحوي پاسپورت فورمه) په عمدي توګه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. 

۶. په هغه صورت کې چې یو شخص د کور نیونې پر مهال جعلي تضمین وړاندې کړي.

۷. په هغه صورت کې چې د معاملاتو لارښووې دفتر، کورونه له تضمین پرته او یا د سندونو او تضمین بشپړولو پرته په کرایه ورکړي، د یاد دفتر مسؤول له قانوني چلند سره مخ کیږي.

۸. په هغه صورت کې چې یو شخص یا د معاملاتو لارښوونې د دفتر مسؤول پرته له رسمي سند کورونه په کرایه او یا بیع جایزي ورکړي یا یې وپېري او پلوري.

۹. د معاملاتو لارښوونې د دفتر هغه مسؤول چې د نوموړي د لارښوونې جواز موده پای ته رسیدلې وي خو بیا هم فعالیت ته دوام ورکوي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۷:۵۴
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د زمري (اسد) د میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو د ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت له دې وړاندې د هېواد په کچه د کورونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته خبر ورکړی و، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۸ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۸ دوره د چنګاښ (سرطان) د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې ۹ تنه . . .

Back to announcements