د ارزګان او پکتیکا ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۹:۳۴
.

د ارزګان او پکتیکا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات هم ترسره شوو.

د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

یاد شوي هیئت له ناستې څخه وروسته، ولایتې روغتون ته څېرمه له غصب شوو امارتي املاکو څخه چې د غاصب اشخاصو لخوا پخپلسر توګه په کرایه ورکول کیدل، مخنیوی وکړ. یادشوي هیئت د خیرو کاریز جامع جومات د ځمکې له غصب څخه مخنیوی وکړ.

.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت په ناسته کې د تاروخیلو قوم د ځمکو، د ښرنې ښار د ۱۰۰ ګڼې قطعې د ځمکې او د ډب شاوخوا ځمکو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه هیئت پریکړه وکړه چې د یادو شوو ځمکو سندونه ترتیب او مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS