دفاع وکالت کې د داخلې آزموینې د شمولیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د عدليې وزارت د تصمیم پر بنسټ  ټاکل شوې، هغه مدافع وکیلان چې د مدافع وکیلانو د ارزونې پروسه کې بریالي شوي نه دي او یا هم غیر حاضر وو، هم د دفاع وکالت داخلې آزموینه کې شامل شي.

پردغه اساس هغو مدافع وکیلانو ته چې د مدافع وکیلانو د ارزونې پروسه کې بریالي شوي نه دي او یا غیرحاضر شوي، خبر ورکول کیږي چې ژر تر ژره د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته مراجعه وکړي او داخلې آزموینه له پاره نوم لیکنه وکړي.

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱/کب/۱۸ نېټه د سه شنبې ورځ.

لازم سندونه، د جوازلیک رنګه کاپي، د پيژندپاڼې رنګه کاپې، څلور قطعې انځورونه.

د آزموینه نېټه وروسته اعلامیږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۰:۴۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۲ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۲ دوره د غویي د میاشتې په ۱۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دغې دورې کې ۸ تنه مدافع . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۲ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د شوال المکرم د میاشتې په ۲۸ چې د غویي د میاشتې له ۱۸ نیټې سره سمون خوري د سه شنبې په ورځ، د ۸ تنو نورو مدافع . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲۹
Background image

د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس، په افغانستان کې د کوکنارو کښت په مطلق ډول ممنوع دی.

بسم الله الرحمن الرحيم 


په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله فرمان
ګڼه ۳۱
نېټه: ۱۴۴۳/۹/۴ هـ.ق
ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د دغه . . .

Back to announcements