دایکندي ولایت کې ۹۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۹
.

د دایکندي ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د نیلي ښار ۱ ناحیه په جوزک، خوالک او  بلي بندي کې له درې قطعو ځمکې څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت ساحه له نږدې بررسي کړه او یاد قطعاتو کې ۹۰۰ جریبه لاس نه خوړل شوې ځمکه شامله ده، امارتي تثبیت کړه.

په همدې حال کې، د هلمند ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ددغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

یاد هیئت  بولان ساحه له پلان سره مقایسه کړه چې تر ډیره حده د مجاهدینو او محمد ادریس ښارګوټو کې ویشل شوې وه.

دغه راز له هغې ساحې څخه چې د مهاجرینو په ښارګوټې پکې نیمه پاتې وه هم لیدنه وشوه او سیمه ییزو خلکو دغې سیمه کې اصلاحي پلان د تطبیق غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د محرم‌الحرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د ۹۷۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د فیض آباد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۰
Background image

په بلخ ولایت کې د کابو ۱۲۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS