دایکندي او سرپل ولایتونو کې څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۵:۲۲
.

د دایکندي او سرپل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او څه دپاسه ۱۴۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د دایکندي ولایت تخنیکي  هیئت ددغه ولایت په مرکز کې د سرآبه، دښتې او سیاه بادام کلیو کې درې قطعو ځمکو څخه لیدنه وکړه او دغه قطعې چې ۱۴۰ جریبه لاس نه خوړل شوې ځمکه پکښې شامله ده، امارتي تثبیت کړه.

.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت تخنیکي هیئت توغني او امام خورد کلیو ته ولاړ او غصب شوې ځمکې یې تربررسۍ لاندې ونیولې.

یاد هیئت، د کادستر دسندونو پراساس پنځه قطعې اوبه لرونکې ځمکه چې مساحت يې ۳ جریبه او ۱۳.۸ بسوې ده، امارتي تثبیت کړه.

د امام خورد د هدیرې سیمه کې د درېو انګړونو متصرفین هم د راتلونکي ورځې غونډې ته وغوښتل شوو.

دغه هیئت، ددغو قطعو غیرقانوني متصرفین د تخنیکي هیئت د راتلونکې ورځ اضطراري غونډې د استجوابيې له پاره احضار کړل.

پر دې سربېره، د بامیان ولایت تخنیکي هیئت د بامیان نوین ښارګوټي او نیک اژدر ښارګوټي ساحو ته ولاړ او ځمکې یې بررسي کړې.

دغه هیئت د ښارګوټو د مسوولینو لخوا وړاندې شوي سندونه بررسي کړل او هغوی ته یې استعلام وویش او له هغوی څخه يې لا زیات سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS