خوست ولایت ته د عدلیې وزیر سفر

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۰:۴۳

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د ۱۴۰۰ د کب په 19 مه د پنج شنبې په ورځ خوست ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت سرپرست په دې سفر کې د خوست ولایت د عدلیې ریاست  بېلا بېلې برخې وکتلی او د دې ریاست له رئیس، آمرینو او کارکوونکو سره وکتل. نوموړي د دې ریاست د کارکوونکو ستونزې واورېدلی او د هغو د حل په منظور یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.
د عدلیې وزارت سرپرست، ددې ولایت له خلکو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدلی. همداراز نوموړي د خوست د عدلیې ریاست د حقوقو نوی آمر د دې ریاست کارکوونکو ته ور معرفي کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS