خوست او تخار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د سفرونو او ناستو جوړیدل
د خوست او تخار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شویو هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.
د خوست ولایت تخنیکي هیئت له ناستې څخه وروسته په دریو ګروپونو وویشل شوو. لومړی ګروپ د بررسۍ وړ سندونه او دوسیې په کرنې ریاست کې بررسي کړې او یو شمېر یې مرکزي کمېسیون ته واستولې.
دوه یم ګروپ، سیګۍ دښته کې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه چې هوايي ډګر ته لیږدول شوې، نښانې کړه او دریم ګروپ د سیګې دښتې ۴۲ غاصبینو ته استعلام ورکړ چې راتلونکې غونډې ته حاضر او خپل سندونه وړاندې کړي.
په همدې حال کې، د تخار ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بهارک ولسوالۍ عنبر کوه ته ولاړ او له ځايي خلکو او مخورو سره يې د غصب شویو ځمکو د استرداد او د تثبیت څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ځايي خلکو د اسلامي امارت د مشرتابه له پریکړې څخه ملاتړ او د همکارۍ ژمنه یې وکړه. دغې ساحه کې د غصب شويو ځمکو د تثبیت پروسه روانه ده او د کار د چټکتیا له پاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.
