جوزجان ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۲۷
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۸ نېټې د شنبې په ورځ د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ په منظور جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو سره یې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

په دغه سفر کې دکور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د کرنې او اوبو لګولو د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا وکړه.

د یاد کمېسیون مشرتابه د جوزجان ولایت له والي او نورو مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو او له یو شمېر اوسیدونکو سره په یوې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د امارتي غصب شویو ځمکو د استرداد په اړه خبرې وکړې او د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د ادارو په همکارۍ یې ټینګار وکړ. په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست د موضوع په تړاو خبرې وکړې او شمال ولایتونو ته یې د یاد کمېسیون د مشرتابه د سفر موخه بیان کړه.

په دغې ناسته کې د کمېسیون نورو غړو هم د بیت المال د ساتنې او د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د یووالي او اتفاق او په ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئتونو سره د سیمه ییزو ادارو په همکاري ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د جوزجان ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو هم د یاد ولایت له تخنیکي هیئت او د ځمکو د غصب د مخنیوي  له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه پلاوي په دغه ولایت کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې او د یو شمېر اوسیدونکو عریضې هم بررسي کړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS