تخار ولایت کې ۴ زره جریبه ځمکه امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۳۱
.

د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت تېره اوونۍ ددغه ولایت په تالقان ښار کې له ځینو غصب شو سیمو څخه لیدنه وکړه او زرګونه جریبه ځمکه يې امارتي تثبیت کړه.

دغه هیئت د تالقان شهر کهنه په چرمګري کلي کې ۴۱ جریبه او ۱۳ بسوې اوبه لرونکې امارتي ځمکه چې د ۱۵ تنو لخوا غصب شوې وه، بررسي کړه، د ځمکې مشخصات او د هغو د غاصبینو شهرت یې ثبت کړ.

دغه راز یاد هیئت د تالقان ښار د فرخار تنګي کې د څړځای ځمکې ته ولاړ او مشخصه یې کړه چې د سرخطایان له ور څخه تر خاکسار آباد پورې کابو ۴۰۰۰ جریبه عامه مرعی ځمکه غصب شوې ده.

د یادې ۲ زره او ۹۹۶ جریبه ځمکې اړوند د درېګونو محکمو شرعي پریکړې د غاصب شخص پر وړاندې صادر شوې او د محکمو له پریکړې وروسته یاده ځمکه پر خلکو پلورل شوې دغې ځمکې ته څېرمه کابو ۱۰۰۰ جریبه نورې امارتي ځمکې موجودې دي.

په همدې حال کې، د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

یاد هیئت شینکوټ کلي ته ولاړ او ۲۵ جریبه امارتي غصب شوې ځمکه یې تشخیص کړه او ۴ جریبه نوره ځمکه هم چې د یو شخص لخوا غصب شوې وه، له بررسۍ څخه وروسته امارتي تثبیت کړه.

دغه راز یاد هیئت قنجوغه کلي ته ولاړ او ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه چې د دولت لخوا د عبدالله په نوم یو شخص ته ویشل شوې وه بررسي کړه.

پر دې سربېره، د دایکندي ولایت تخنیکي هیئت د نیلي ښار دوه یمې ناحیې چو کلي یوې قطعې ځمکې ته ولاړ او هغه يې بررسي کړه.

یاد هیئت په زنبور خان کلي کې د معلمینو ښارګوټي سیمې کې چې ۴۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده، ولاړ او لا زیاتې بررسۍ ته یې دوام ورکړ.

د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د تېرو فعالیتونو د راپور په اړه بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې شخصي او امارتي ځمکې باید تفکیک او مشخصې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS