تخار ولایت کې څه دپاسه ۱۲۰۰ جریبه ځمکه او ۳۶۰ انګړونه په ګوته او تثبیت شول
د تخار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د امارتي او د څړځایونو غصب شویو ځمکو د بررسۍ او تثبیت په منظور د بهارک ولسوالۍ د هزاره قرلق عنبر کوه ساحې ته ولاړ او په پایله کې ۲۱۰ جریبه کرنیزې ځمکې او ۱۰۰۰ جریبه د څړځای ځمکه او ۳۶۰ انګړونه په ګوته او تثبیت کړل.
دغه راز یاد شوي هیئت له ځايي مخورو او اړونده مراجعو سره د استرداد او د لازیاتو امارتي غصب شویو ځمکو په ګوته کولو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ځايي خلکو د اسلامي امارت د مشرتابه له دغه تصمیم څخه ملاتړ وکړ او له تخنیکي ټیم سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
