بی ځایه شوو او راستنیدونکو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو په برخه کې د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر د همکارۍ ژمنه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۵:۶
.

د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي، د سې شنبې ورځې  د وري په ۱۰ مه نېټه، د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر (NCR) له رئیسې، مېرمن آسرید سلیتن او له مل پلاوي سره يې ولیدل او راستنیدونکو او کورنیو بی ځایه شوو ته د حقوقي مساعدت او حقوقي پوهاوي ورکولو د همکاریو د  پیاوړتیا  او د عدليې وزارت د مرکزي کتابتون د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د عدليې وزیر په دې کتنه کې بی ځایه شوو او راستنیدونکو ته د حقوقي مساعدتونو او حقوقي پوهاوي ورکولو په برخو کې او د عدليې وزارت د کتابتون په سمبالولو کې د دې دفتر له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل تر څو د ولایتونو په عدليې ریاستونو کې د کوچنیو کتابتونونو د رامنځته کولو، په حقوقي قضیو کې کورنیو بي ځایه شوو او بیوزلو لپاره د حقوقي مساعدینو د ټاکلو او په لرې پرتو سیمو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو په برخو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه چې د پوهاوي ورکولو پیغامونه باید اغېزمن او رښتیني وي او هغو سیمو ته چې اړتیا ده، ورسېږي. هغه ټینګار وکړ چې په لرې پرتو سیمو کې ښځې باید په خپلو حقوقو پوهې شي او عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

.

ښاغلي معنوي وویل چې ښارونو کې رسنیو او ارتباطي وسایلو ته د خلکو لاسرسی زیات دی او له همدې امله اړتیا ده چې لرې پرتو سیمو ته زیاته پاملرنه وشي.

له بلې خوا په افغانستان کې د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر رئیسې هم له دغه دفتر سره د عدليې د وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه او ويې ویل چې همدا اوس دغه دفتر د خپلو حقوقي برخو له لارې له عدليې وزارت سره  په همغږۍ کې حقوقي اغېزمن پیغامونه برابر کړې دي او د خپلو کارکوونکو له لارې  پوهاوی ورکوي.

هغه ډاډ ورکړ چې دغه دفتر د حقوقي مساعدتونو،  پوهاوي ورکولو او د کتابتون د رامنځته کولو په برخو کې زیاتې همکارۍ ته ژمن دی. مېرمن سلیتن وویل چې هڅه کوي تر څو د دغه وزارت کتابتون لا پیاوړی او ډیجیټلي کړي.

.

د دې کتنې په پای کې د عدليې د وزارت مرکزي کتابتون چې د مهاجرینو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر په واسطه سمبال شوی دی د دغه پلاوي، د عدليې وزیر او د دغه وزارت د نورو چارواکو له لوري پرانیستل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS