بغلان ولایت کې د حقوقي عامه پوهاوي برنامه جوړه شوه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۴۷
.

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د ربیع الاول میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د حقوقي عامه پوهاوي برنامه د پلخمري ښار د میهن په لېسې کې جوړه کړه.

په یاده برنامه کې چې د دغه ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکو له پاره جوړه شوې وه، د اسلامي شریعت په رڼا کې د حقوقي عامه پوهاوي مدیر احمد ولي نیازي له لوري د دغې لېسې زده کوونکو ته د غصب په اړه معلومات وړاندې شول.

.

همدا راز په دغه برنامه کې د امیرالمومنین څخه د اطاعت او د اسلامي امارت څخه د سرغړونې په اړه د ایاتونو او حدیثونو په رڼا کې د یادې لېسې زده کوونکو ته پوهاوی ورکړل شو.

د میهن لېسې مدیر او زده کوونکو د دغې برنامې جوړول له امله د بغلان ولایت د عدلیې له ریاست څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS