بادغیس ولایت کې ۳۰ جریبه ځمکه بررسۍ لاندې ونیول شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۹:۲۳
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د قلعه نو ښار د رود غاړو وړل شوو ځمکو څخه چې د قلعه نو د ښاروالۍ تر ادعا لاندې ده، لیدنه وکړه.

یادې شوې ځمکې له کلنو راهیسې د اشخاصو تر تصرف لاندې ده چې پرې کورونه او باغونه جوړ شوي دي. تخنیکي هیئت د هغې کابو ۳۰ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندې نیولې او د هغو له متصرفینو څخه يې سندونه او مدارک وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت له ۵ زره او ۷۴۰ متر مربع د اوبو وړل شوو ځمکو څخه چې د مخکني حکومت دوره کې، د هغې په تړاو درې ګونو محکمو حکم کړی خو تر دې دمه د غاصبینو په تصرف کې دي، لیدنه وکړه او متصرفین یې د کرنې ریاست ته وغوښتل.

په همدې حال کې، د جوزجان ولایت تخنیکي هیئت مرنجان کلي ته ولاړ او دغه کلې کې یې له۷۴ جریبه غصب شوې ځمکې څخه چې د هغې د استرداد قرار مخکې صادر شوی وو، لیدنه وکړه.

.

یادې ځمکې یو شخص او د هغه کورنۍ تصرف کړي او پلورلې دې. د یادې ځمکې د متصرف سندونه له نږدې بررسي شول او هغه ته استعلام ورکړل شو ترڅو خپله او شریکان يې هیئت ته مراجعه وکړي. مَلک او یاد متصرف ته هم لارښوونه وشوه چې هیڅوک حق نلري وروستۍ پریکړې پورې دغې سیمه کې د جوړولو کار وکړي.

د کرنې ریاست موظف شو چې د یادو ځمکو بشپړ سندونه له شرعي او اصولي دلایلو سره د یو وړاندیز راپور په ترڅ کې د کمېسیون د لارښوونې اخیستلو له پاره وړاندې کړي او د نواقل او کشتمندي ځمکو په تړاو هم جامع راپور جوړ کړي.

.

پر دې سربېره، د نیمروز ولایت تخنیکي هیئت له یو شمېر اشخاصو سره چې د ۱۶۵ شمېرې ځمکې چې ۶۱۹ جریبه امارتي ځمکه پکې شامله ده، د هستوګنې ودانۍ جوړې کړي او جعلي سندونه درلودل خبرې وکړې.

او هیئت یادو اشخاصو ته قناعت ورکړ چې د هغوی تر تصرف لاندې ملکیت شخصي نه دي بلکه امارتي ځمکه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS