بادغیس ولایت کې څه باندې ۷۷۰ زره جریبه عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۱:۲۳
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې قادس ولسوالۍ کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع چې د دوو اشخاصو تر شخړې لاندې وه بررسي شوه. د دعوا لورو اعتراف او اقرار وکړ چې یاده ځمکه عامه مرعی ده. هغوی ژمنه وکړه چې له یادې ځمکې شخصي ګټه نه پورته کوي او مالکانه ادعا هم په کې نه کوي.

یاده هیئت له ابتدايي محکمې څخه ترلاسه شوې یوې دوسیې په تړاو یو شمېر معروض علیه افراد جلب کړل او په بالامرغاب ولسوالۍ کې د څړځای د غصب او پلورلو په تړاو د څو تنو نورو اشخاصو عریضه بررسي او پریکړه یې وکړه چې یاد شوي متجاوزین ولسوالۍ ته جلب او له هغوی څخه څېړنه ترسره شي او د عدم قناعت په صورت کې موضوع تخنیکي هیئت ته ورکړل شي.

پر دې سربېره، غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو ته د تخنیکي هیئت د څو ورځني سفر د راپور پر اساس، د دغو سفرونو په ترڅ کې څه باندې ۷۷۰ زره جریبه عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت شوي دي.

د یاد راپور په اساس، مادر نائب ساحه کې ۱۲۶۹۱۹.۷۵۴ جریبه پسرلني او د دوبي څړځایونه، د فاریاب قیصار او د بادغیس غورماچ ولسوالیو ترمنځ ، ۳۵۵۷۰۸.۵۰۱ جریبه د دوبي څړځایونه او بالامرغاب ولسوالۍ کې د دوبي د عامه څړځای  ۲۸۹۵۰۶.۸۰۶۵ جریبه نوره ځمکه تثبیت او تشخیص شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د محرم‌الحرام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۷
Background image

د ننګرهار عدليې ریاست د ښاري او نظامي ابتدائيه محکمو له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

 د ننګرهار ولایت د عدليې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او ورسره مل پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نیټه د سه‌شنبې په ورځ د ښاري او نظامي ابتدائيه د محکمو له مسؤولینو سره د همغږۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

په باميان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز په غلغلې او نويو بازارنو کې معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS