اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۸ دولتي ادارو کارکوونکو ته تشریح شو

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۱۰:۱۵
.

د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د تشریح د زده کړه ییزې برنامې پنځمه دوره جوړه کړه په دې برنامه  کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو قانون او اطلاعاتوته د لاسرسي قانون د ۸ دولتي ادارو د حقوقي برخو کارکوونکو ته تشریح شول.

دغه برنامه د روان کال د لېندۍ د میاشتې په ۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي -حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت له لوري او د آلمان د پرمختیایې همکاریو د دفتر(GIZ)  په همکارۍ جوړه شوه او په هغې کې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو په قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون سربیره، په تقنیني سندونو کې له زیاتو تعدیلونو څخه د مخنیوي لپاره د رعایت وړ معیارونه تشریح شول.

د بهرنیو چارو وزارت، د ملي امنیت د لوی ریاست، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، د اټومي انرژۍ د ادارې، لوی څارنوالۍ، د لوړو زده کړو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د حقوقي برخو کارکوونکو په دې برنامه کې ګډون وکړ او د هغې له زده کړې څخه يې ګټه واخیسته.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د انستیتیوت لوی رئیس هم په دې برنامه کې د قانون جوړونې د معیارونو په رعایتولو باندې چې د تقنیني سندونو د پړاوونو د تېرولو  په قانون کې درج شوي دي، د وزارتونو او دولتي ادارو په واسطه ټینګار وشو.

تر اوسه پورې د دولتي ادارو د حقوقي برخو د کارکوونکو لپاره د تقنیني سندونو د تشریح د برنامې پنځمه دورې جوړې شوې دي او ټاکل شوې ده دغه برنامه د نورو وزارتونو او دولتي ادارو لپاره هم جوړه شي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۸
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۷۴ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نهر‌شاهي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۸:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۶مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۱. . .

BACK TO NEWS