په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلول شوي دي
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورونکو په فعالیتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د چارو د ښه تنظیم په موخه په کابل کې د معاملاتو لارښوونې شاوخوا ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلولي دي.
د تېر هجري شمسي کال په وروستیو کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست له لوري د معاملاتو لارښوونې انلاین سیستم فعال او پرانیستل شو، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یاد ریاست د کابل په ښار او ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته د کاروونکو حسابونو (یوزرونو) د وېش سربېره، د زرو دفترونو متصدیانو ته د دغه سیستم زدهکړه ییزې برنامې هم جوړې کړې دي.
همداراز، یاد ریاست د دغه سیستم د اغېزمنې استفادې په موخه د برېښنا شرکت، د کابل ښاروالۍ، د افغانستان بانک، د کابل ولایت د مرافعه محکمې او د کور او ښار جوړونې وزارت له استازو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې دي.
د معاملاتو لارښوونې انلاین سیستم د معاملاتو لارښوونکو ته په انلاین توګه د جوازونو د صادرولو او تمدیدولو، د هغوی د معاملاتو انلاین ثبت، د یادو دفترونو له کاري چارو څخه د نظارت او نورو اسانتیاوو زمینه برابروي او هم د سرغړونو او جعلکارۍ د مخنیوی لامل کېږي.
ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به خیریه بنسټونو او اتحادیو ته هم ورته سیستم جوړ شي، تر څو د دغو ټولنو رسمي چارې په انلاین توګه ترسره شي او د وخت، سرچینو او لګښتونو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او هم په ښه توګه روڼتیا تأمین شي.
