په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
موظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په پایله کې یې ۴ دفترونه د یو شمېر غیر قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.
همدارنګه، پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د نورو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۵۹
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی دی

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز کابل ښار کې د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په اوږدو کې د ۴۱ برنامو په جوړولو سره ۱۱ زره او ۴۰۲ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

BACK TO NEWS