په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۲۹مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال‌اباد ښار په نهمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۴مه نېټه دشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۷ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په. . .

BACK TO NEWS