په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د رجب‌المرجب، د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د هغوی له شرعي او قانوني حقوقو څخه دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۶۷ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۲۵۰ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۳۱ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوې دي.
په ورته مهال د حقوقي مرستو رياست په همدې موده کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامې جوړې کړي چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د غزني ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱
Background image

په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د رجب‌المرجب، د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د لغمان او ننګرهار ولايتونو له واليانو سره وليدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د هېواد مشرقي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د روانې اونۍ په ترڅ کې لغمان او ننګرهار ولایتونو  ته سفر وکړ او د. . .

BACK TO NEWS