په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندوز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د رجب المرجب د مياشتې په ۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ په کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او رسمي سټې بررسي شوې او متصديانو ته یې توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او له مخکې پیسو اخیستلو څخه هم ځان وساتي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
