د عدلیې محترم وزیر د امارتي مسؤولینو او کارکوونکو پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۵
.

 د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د دې وزارت په مقر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۹ نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، د عدلیې وزارت نور مسؤولینو او د ټولو وزارتونو او امارتي ادارو استازو هم ګډون درلود او د عدلیې وزیر په‌کې د عامه او امارتي (بیت المال) شتمنیو پر ساتنې او حفاظت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د امارت د قضایاوو اداره په محکمو کې د عامه او امارتي ادارو شتمنیو د دفاع مسؤولیت پر غاړه لري او اړتیا ده چې ادارې د خپلو غصب شویو ځمکو  د معلوماتو له شریک کولو څخه وروسته، له یادې ادارې سره دوامداره همغږي ولري تر څو اداري بهیر یې ژر تر ژره پرمخ ولاړ شي.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې اسلامي نظام او په رأس کې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موجودیت ستر ویاړ وباله او څرګنده یې کړه چې د نظام ټول مسؤولین او د امارتي ادارو کارکوونکي باید د مسؤولیت ادا کول تر هر بل‌څه مهم وګڼي او په دې لار کې نظام لپاره په بشپړ اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره کار وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې د عدلیې وزارت، د عامه شتمنیو د دفاع او د امارتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې له ټولو وزارتونو او ادارو سره بشپړه همکاري لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې ټولې اړوندې ادارې په جدي توګه کار وکړي.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق ځینې موجودې ننګونې په ځانګړي ډول له وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ په برخه کې بیان کړې او حل کول یې جدي اړتیا وبلله.

په یادې ناسته کې د وزارتونو او امارتي ادارو استازو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د ننګونو د حل، د دوسیو د تعقیب او د امارت د قضایاوو ادارې ته د مؤثقو معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې به زیات پام وکړي او لازم اقدامات به ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د عدلیې محترم وزیر د امارتي مسؤولینو او کارکوونکو پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ

 د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵
Background image

په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په کندز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS