په کابل کې د کورونو د کرایې د څرانګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې له ۳۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۲:۱
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو څلورو ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۳۳ دفترونه او ۴ استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.
د دغې کميټې پنځو ګونو ټيمونو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د کابل ښاروالۍ او د نورو اړوندو ادارو استازي په کې ګډون لري د د تېرې چهار‌شنبې ورځې راهیسې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې د نرخ په دقیقې بررسۍ  سره د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د فعاليت د جواز د نه‌لرلو، په دفتر کې د معاملاتو لارښوونې د سندونو د نه‌شتون او په سټو او د ثبت په کتابونو کې د معاملاتو د نه ثبت له امله تړلي دي.
همدارنګه یادو ټيمونو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وکړه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه ډېره کړې وي. همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې  دکور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي.
دغه راز یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکنو سره هم خبرې کړي او په بې‌سارې توګه د کورونو د کرایې لوړیدو څخه یې د هغوی شکایتونه اوریدلي او د رسیدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په شپږمې ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۲۹
Background image

په کابل ښار کې ۲ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۱۸
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په کندز ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کندز ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS