په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او بررسي کړي دي.
مؤظف پلاوي په دې نظارت او بررسۍ سره د یوې اتحادیې، یوې شورا او د څلورو خیریه بنسټونو دفترونه چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړل.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي
همداراز نظارتي پلاوي له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو راپور په وخت د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له رياست سره شريک کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.