په نيمروز ولایت کې د ۶ دارالوکالو نظارت او بررسي

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۴۰
.

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، زرنج ښار کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د نيمروز ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار زون د مدافع وکيلانو آمریت د محرم الحرام د مياشت په ۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۹
Background image

په دایکندي ولایت کې د ۸۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د دایکندي ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
Background image

په غور ولایت کې د ۱۵۷۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS