په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS