هرات ولایت کې ۶۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره ددغه ولایت د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه او د مخکنۍ ناستې موضوعات بیا وڅیړل شول. ورپسې د مستوفیت او د کادستر د انجنیرانو د استازو د مسلخ د موضوع او د رباط غوریان د چمن ساحې په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د تخنیکي هیئت له لوري اړوندو ټیمونو ته ددغو راپورونو پر بشپړولو لازمې لارښوونې صادر شوې.

دغې ناسته کې، په شیدايي سیمه کې د ښاروالۍ د ریاست د ملکیتونو موضوع او له دغې ساحې څخه د مهاجرینو لیږدول هم بررسي شول او پریکړه وشوه چې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شي او عملي شي.

د آسیابس د ځمکو موضوع د ۷۲۱ جریبه مساحت سره دغې ناسته کې بررسۍ لاندې ونیول شوه او له هر اړخیزې بررسۍ څخه وروسته تثبیت شوه چې ددغې ځمکو له مجموعې څخه ۶۵۰ جریبه ځمکه یې امارتي ده. یاد شوي هیئت تصمیم ونیو چې یاد ملکیت به په اجاره ورکړل شي.

دغې ناسته کې، د امام فخر رازي د ځمکې موضوع چې د یو شخص او د حج او اوقافو ریاست ترمنځ د شخړې لاندې ده، بررسي شوه او پریکړه وشوه چې د دعوا دواړو لورو ته استعلام ورکړل شي او د دواړو لورو د سندونو له بررسۍ څخه وروسته دغې برخه کې وروستی تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د محرم‌الحرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې د ۹۷۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د میاشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د فیض آباد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۰
Background image

په بلخ ولایت کې د کابو ۱۲۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

BACK TO NEWS