د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات بررسي کړل.
دا ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸مه نېټه د سهشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون نورو غړو مسؤولینو هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په کابل، نورستان، خوست او ارزګان ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو د دوسیو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث وکړ او په هکله یې لازمې پرېکړې وکړې.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ځینې موضوعات د اسلامي امارت د رهبرۍ له مقام سره شریک کړل شي، ځینې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې او ځینې نور موضوعات له اړوندو ادارو سره شریک کړل شي.
همداراز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د امارتي ځمکو اړوندو موضوعاتو د حل په موخه له کمېسیون څخه یو پلاوی د هېواد شمال ختیځو ولایتونو ته چې بدخشان، تخار، کندوز او بغلان په کې شامل دي سفر وکړي او موضوعات له نږدې بررسي کړي.
