د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس: د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسيدګي د عدلیې وزارت له مکلفيتونو څخه ده

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۷:۵۳
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د محرم الحرام د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه تر نظارت وروسته له مدافع وکيلانو سره ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي د خپل خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسيدګي او د هغوی له دارالوکالو څخه نظارت او بررسي د عدلیې وزارت له مسؤوليتونو او مکلفيتونو څخه ده.
همداراز نوموړي مدافع وکيلانو سره په خبرو کې د یو شمېر توصیو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې مدافع وکيلان باید خپل چارې په اخلاص او صداقت سره  ترسره کړي، له مؤکلينو سره ښه چلند وکړي او د انسجام کړنلارې او د اسلامي امارت د اصولو مطابق  دې خپل ټول فعالیتونو ترسره کړي.

په یاده ناسته کې مدافع وکيلانو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئيس له لوري د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست له مدافع وکيلانو سره د لا زياتو همغږيو په موخه په دوامداره توګه ناستې جوړوي او همدارنګه د غیر قانوني فعاليتونو د منخيوي په موخه ټولې دارالوکالو بررسي او نظارت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS