د ننګرهار ولایت د عدلیې او استخباراتو رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۰:۳۲
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د یاد ولایت د استخباراتو له رئيس مولوي صاحب ايوبي سره د محرم الحرام د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د استخباراتو رياست په مقر کې وکتل او خبرې وکړې.

د همغږۍ په دې ناسته کې دواړه لورو، د مدافع وکیلانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او همدارنګه د معاملاتو د لارښوونې او موټر پلورنځیو په دفترونو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه خبرې وکړې چې د استخباراتو رياست د یادو ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ځمکو د غاصبینو د راجلبولو او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم خبر اترې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS