د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل
د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د ابتدائي محکمې له رئيس مفتي ولي الله او يو شمېر نورو سيمهييزو مسؤولينو سره یې وکتل.
د لغمان ولايت عدليې رئيس له يادو مسؤولينو وغوښتل چې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي او پر يادو ځمکو د نويو تصرفاتو د مخنيوي په برخه کې له عدليې رياست سره همکاري وکړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کړي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د يادې ولسوالۍ ولسوال د عدليې رياست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
