د عدلیې وزیر د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء د تخصص د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء د تخصص د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې چې په کابل پوهنتون کې ترسره شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر نورو وزیرانو او چارواکو هم ګډون درلود او د عدلیې وزیر پهکې د علم او تقوا پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي فاضلانو ته توصیه وکړه چې له تخصصي زده کړو وروسته خپل راتلونکي مسؤولیتونه د دیانت او صداقت له مخې ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانانو د قربانیو موخه، د شرعي او اسلامي نظام رامنځته کول وو او اوس چې شرعي نظام لرو باید د مسلک او نظام سپېڅلتیا وساتو. هغه څرګنده کړه چې نن هم باید ټول د نظام د ساتنې لپاره قرباني ورکړو او د اړتیا په صورت کې له هر هغه څه چې لرو یې تېر شو.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې دا مهال، د افغانستان اسلامي نظام په ټوله نړۍ کې بېلګه نهلري. نوموړي زیاته کړه چې د هېواد اقتصاد ورځ په ورځ د ښه کېدو په حال کې دی او پراختیايي چارې هم په ټول هېواد کې روانې دي.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي له فاضلانو او د نظام له مسؤولینو وغوښتل چې په خپلو کړنو او چلندونو کې احتیاط وکړي ځکه د یوه عالم یا یوه مسؤول ناسم عمل نه یوازې د هغه خپل حیثیت بلکې د مدرسې، جومات او نظام حیثیت ته زیان رسوي.
په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیرانو، د کابل د علماوو د شورا رئیس او د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جامعې مسؤولینو هم د علم او په مطابق یې د عمل د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له فارغانو یې وغوښتل چې له خپلې پوهې څخه د افغانستان د پرمختګ او ودې او د راتلونکو نسلونو د تعلیم په برخه کې کار واخلي.
