د بشر حقوق

superadmin

د بشري حقوقو ریاست د دندو لايحه

سريزه:

افغانستان د بشري حقوقو ګڼ شمير نړيوال تړونونه «کنوانسيونونه» منلي اوتصويب کړي د هغې له جملې څخه د سياسي او مدني حقونونړيوال تړون ، داقتصادي ټولنيزو او کلتوري حقونونړيوال تړون ، د نژادي توپير له منځه وړلو نړيوال تړون ، د ځورونې ، انساني کرامت په وړاندې اوسپکاوي نه ډکې سزا د مخنوي نړيوال تړوڼ ، د ښځو پرواندې د هر راز توپير له منحه وړلونړيوال تړون او د ماشومانو د حقونو نړيوال تړون د يادولو وړ دي. پورته ياد شوي تړونونه د يو لړ معيارونو لرونکي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سيسټم يي جوړ کړي او د نړيوالو حقونو يوه رغنده برخه ده.

دبشري حقونو نړيوالو تړونونو «کنوانسيونونو» تصويبول افغان حکومت دې ته اړ باسي ترڅو ياد شوي تړونونونه په خپلو قوانينو کې ځاي او په عمل کې يي پلي کړي. افغانستان د بشري حقونونړيوالو تړونونو څخه پيروي ته په قانوني ډول ژمن دي. لکه څرنګه چې دا ژمنه د هيواد په اساسي قانون کې هم راغلې " دولت د ملګروملتونو د منشور، د بين الدول معاهدو، د نړيوالو ميثاقونو چې افغانستان له هغه سره تړاو لري او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت کوي".

پورته ياده شوېژمنه د افغانستان په زريزو پرمختيايي موخو(MDG) کې هم بيان شوې اوهمدارنګه د افغانستان ملي پرمختيايي سټراټيژي ( حکومت کونې ، قانون حاکميت او بشري حقونو) په برخه کې له هغه څخه په تفصيل سره ياد ونه شوې. چې د افغانستان د واقعيتونو سره په تړاو کې يوه کلي سټراټيژي جوړ وي.

د عدليې وزارت بشري حقوقو ریاست د نوموړي وزارت اجرايوي څانګو سره د مرستې په موخه جوړوي ترڅو حکومت د مکلفيتونو تر سره کولو وړ وګرځي . او د افغانستان په قوانينو ، تګلارو او نورو پروګرامونو کې د بشري حقونو معيارونه رعايت او خلکو ته د غوره خدمت کولو لپاره لاره برابرکړي.

1.1 د بشري حقوقو ریاست رسالت:

د بشري حقوقو ریاست د افغانستان د اساسي قانون سره سم په لمړي ګام کې د بشري حقونو وجايبو ښه ترسره کولو په برخه کې د افغان حکومت پياوړتيا د کچې لوړه ولو دنده پرغاړه لري. د بشري حقوقو ریاست د يو بين الحکومتي ميکانيزم په توګه کارکوي چې د بشري حقونو په اړه د اجرايوي څانګو ارزه ونې ، څارنې ، هغه څخه د رپوټ ورکولو مسؤليت لري او پدې برخه کې د بشري حقونو څارونکو بنسټونو وجايب په پام کې نيسي.

1.2 د بشري حقوقو ریاست دندې او مسؤليتونه

د بشري حقوقو ریاست د عدليې وزارت اجرايوي څانګو ته د چارو ترسره کولو په برخه کې د بشري حقونو پربنسټ مشورې او تخنيکي مرستې برابروي. ترڅو د خلکو په وړاندې د ندې اومسؤليتونه ښه ترسره کړي او د ښه خد مت کولو وړ وګرځي. دا کړنې د تکلارو او کاردودونو د جوړه ولو او پلي کولو په اړه دافغان حکومت پياوړتيا لوړوي او بشري حقونو ته د درناوي ، ساتنې او پلي کولو په برخه کې کوم چې د هيواد په اساسي قانون کې راغلي مرسته کوي.

  • د بشري حقوقو ریاست د بشري حقونو په اړه داړوندو وزارتخانو لپاره د تګلارو او لار ښودو مسودې جوړ وي
  • د بشري حقوقو ریاست، د پياوړتيا کچې لوړولو، تخنيکي مشوري ورکولو او نورو خد متونو په برخه کې د حکومتي بنسټونو سره مرسته کوي. لکه څرنګه چې د افغانستان په اساسې قانون ، زريزو پرمختيايي موخو او ملي پرمختيايي ستراتيژي کې ياده شوې په قوانينو ، تګلارو او د حکومتې بنسټونو په دندو کې بشري حقونو د مفاهيمو ورځايولو په برخه کې کار کوي.
  • د بشري حقوقو ریاست د عدليې وزارت قانون جور ونې او حقوقو له رياستونو سره د هيواد نړيوالو مکلفيتونو سره سم قوانينو د سمون په برخه کې مرسته کوي.
  • بشري حقوقو ریاست د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ په برخه کې اړوندې وزارتخونې ارزوي او د بشري حقونو د پياوړتيا په موخه سلا مشورې ورکوي.
  • د بشري حقوقو ریاست هيواد د بشري حقونو خپلواک کميسيون سره د هغه قضيو په اړه کومې چې عدليې وزارت ته وړاندې کيږي مرسته کوي او په ګډه اړوندو وزارتونو ته لازمې زده کړې ورکوي.
  • د بشري حقوقو ریاست د وزارتونو په کچه بشري حقونو په اړه د هغه موضوګانوڅخه چې د هيواد ملې پرمختيايي سټرټيژي کې راغلي څارنه کوي.
  • نوموړې څانګه د هيواد په کچه بشري حقونو پورې اړونډو ژمنو او تړونونو د پلي کولو ، هم غږي کاري چاپيريال د پرمختيا په برخه کې تخنيکې مرستې برابروي. همدارنګه د څارنې اوارزه ونې منظم پرمختيايي ټيکاو راوستلو ، سټراتيژيو او تګلارو ته جهت ورکولو په څنګ کې د ملي پرمختيايي سټراټيژې د پروګرامونو پلي کولو او رپوټونو د همغږه کوولو په برخه کې کاري او تخنيکې ډلو او د هم غږي او څارې بورډ د غونډو له لارې اړتيا وړ لارښودونه برابروي.
  • د بشري حقوقو ریاست د اړوندو وزارتونو په دننه کې بشري حقونو په اړه د اړوندو موضوع ګانو به برخه کې فعاله ونډه اخلي.
  • د بشري حقوقو ریاست د هيواد بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه بشري حقونو پورې اړوندو ژمنو د څارنې او له هغه څخه رپوټ ورکونې په برخه کې د هيوادونو بشري اکر «وضعيت» نړيوالو څارونکو بنسټونو سره مرسته کوي.
  • د بشري حقوقو ریاست افغان حکومت سره دولايتونو په کچه بشري حقونو د پرمختګ په اړه د عامه پوهاوي له لارې مرسته کوي.
  • د بشري حقوقو ریاست د ولايتونو په کچه د بشري حقونو سره سم قوانينو او تګلارو د پراختيا په موخه ملي پياوړتيا غښتلې کوي.همدا رنګه د ولايتونو او ولسواليو په کچه د تګلارو پرمختګ په برخه کې داړتيا وړ مشورې براروي.

1.3بنسټي جوړښت:

د بشري حقوقو ریاست د عدليې وزارت په چوکاټ کې ځاي لري او د دې وزارت حقوقي مرستو او قانون جوړه ونې له رياستونو سره په ګډه کارکوي.

د بشري حقوقو ریاست د وزارتونو په ګچه کورنيو چارو، بهرنيو چارو ، ښځو چارو ، کاراوټولنيزو چارو ، عامې روغتيا اود اړتيا له مخې له نورو ټولو اړوندو وزارتونو سره ګډ کار او مرسته کوي.

1.4 رپوټ ورکونې مرجع:

د عدليې وزارت بشري حقوقو ریاست نوموړي وزارت مقام او رهبري کميټې ته په هرو شپږو مياشتوکې خپل کاري رپوټ وړاندې کوي. د کاري رپوټ مسوده له اړوندو اسنادو سره يوځاي عدليې وزارت مقام او رهبري کميټې ته د بياکتنې او نظرغوښتلو په موخه ليږل کيږي.دغه رپوټ د لوړپوړوچارواکو د وړانديزونو په پام کې نيولو او رهبري کميټې له منلو ورسته همکارانوته ورکول کيږي.او همدارنګه د بشري حقوقو ریاست په ويب پا نه کې خپريږي..

1.5 لوجستيکي کړنې:

1 .5. 1 بسپنه ورکونکي هيوادونه « ډونران » د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې له لارې مرستې کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې د عدالت او بشري حقونو پروژه د منل شوې بوديجې په پام کې نيولو سره عدليې وزارته د بشري حقوقو ریاست ايجادولو په موخه اسانتياوې برابروي.

1.5.2. د بشري حقوقو ریاست سره د ملګرو ملتونو پرمخنيايي ادارې د مرستې لړي :

د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې مرستې د بشري حقوقو ریاست سره نوموړې ادارې، د عدالت او بشري حقونو د پرژې له مودې او مالي سرچينو له شتون سره تړاو لري د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې نورې مرستې د افغان حکومت موافقې او اړوندو سرچينو«منابعو» له شتون سره تړاو لري..

1.5.3 د عدليې وزارت ملاتړ:

عدليې وزارت د ملګروملتونو پرمختيايي ادارې، د بشري حقونو او عدالت پروژې په مرسته ، بشري حقوقو ریاست لپاره مناسب ځاي د دفتر په توګه په کرايه نيسي..

کله چې عدليې وزارت د نوي ماڼي جوړولو توان پيدا کړ د بشري حقوقو ریاست لپاره هم ځاي په پام کې نيسي .

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه