د عدلیې وزیر د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ولسي جرګې ته وروپیژندله

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۲
.

د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د روان کال د مرغومې د میاشتې په ۲۸ نېټه د شنبې په ورځ د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون نوې طرحه د ملي شورا ولسي جرګې ته وروپیژندله.

هغه د دغې طرحې د ورپیژندنې په وخت کې وویل چې د دې قانون نوې طرحه په قضايې دستګاه کې د فساد د پدیدې د مخنیوي په منظور ترتیب شوې ده او هم يې له فساد سره د مبارزې په موخه قاضیانو ته زیات واکونه ورکړي دي.

د عدليې وزیر دغه راز وویل چې د دې قانون بنسټ به د هېواد د قضايې جوړښت د پرمختیا په برخه کې د اساسي قانون او د قضايې نظام مؤلفې په پام کې نیولو سره، اغیزمن ګامونه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې په نوې طرحه کې له درج شوو اصطلاح ګانو مشخص تعریفونه شوي دي او د سترې محکمې د رئیس او د اړوندو دیوانونو واک او دندې، په واضح ډول تشریح شوې دي.

ډاکتر عبدالبصیرانو وویل چې دغه قانون د قاضیانو د ټاکنو، بدلونونو، استعفا، حقوقو او امتیازونو، خوندیتوبونو او واکونو په هکله بحث کوي.

هغه زیاته کړه چې د قضائیه قوې د تشکیل او واکونو د قانون طرحه په ۷ فصلونو او ۸۹ مادو کې ترتیب شوې ده. او د محکمو د تشکیل او واک تنظیم، د قاضیانو د ذاتي چارو تنظیم او د قاضیانو جرمونو ته د رسیدګۍ څرنګوالی د دې قانون له موخو څخه دي.

د یادونې ور ده چې دغه طرحه څه موده مخکې د کابینې او د قانون د واکمنۍ د عالي شورا له لوري هم تائید شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS