په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
Tue, Jul 09 2024 2:58 PM
.

د ننګرهار ولایت د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارتي کمېټې، د محرم الحرام مياشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په دوه یمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارتي کمېټې د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د معاملاتولارښوونې له دفترونو څخه نظارتي کمېټه د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ رامنځته شوې، په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوي وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS