د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې په تخار ولایت کې ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Wed, Jun 12 2024 2:32 PM

د ځمکو له غصب څخه د مخینوي کمېسیون او په ولایتونو کې یې تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په اوږدو کې میلیونونه جریبه امارتي ځمکې تثبیت کړي. دغه راز د یادې مودې په ترڅ کې په تخار ولایت کې ۱۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه له غاصبانو څخه استرداد او اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.
په همدې موده کې د ولایتونو تخنیکي هيئتونو په ۲۳ ولایتونو څه ۴ ميليونه ۲۷۰ زره او ۶۹۵ جریبه امارتي ځمکې تثبیت کړي دي.
همدارنګه یاد هئيتونو په ټول هېواد کې د تېرې مياشتې په اوږدو کې څه باندې ۲۱۵ زره او ۳۲۸ جریبه ځمکې بررسې کړې.
د امارتي ځمکو د بررسي، تثبیت او استرداد بهير په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شويو زرګونه جریبه امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسيون او په ولایتونو کې د ياد کمېسيون د تخنيکي هئيتونو تر بررسي لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS