د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د یاد ولایت د والي کتنه

hayat_admin
Wed, Jan 10 2024 11:44 AM
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي، مولوي محمد علي جان احمد سره وکتل.

په یاده کتنه کې تخنیکي هیئت د ارزګان له والي سره د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو یو میاشتنی راپور شریک کړ. دغه راز هیئت له نوموړي سره خپلې کاري ستونزي شریکې کړې چې د ارزګان والي د هیئت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او د ستونزو د لري کولو په برخه کې یې له هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.  

په همدې ورځ تخنیکي هیئت خپله نوبتي ناسته هم جوړه کړه او د ځینو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې. په دې ناسته کې د ملیزو په کلي کې له شخصي ځمکو څخه د ۱۷۵۱ جریبه امارتي ځمکې د تفکیک راپور وړاندې شو او هیئت د یو شمېر نورو ساحو د بررسۍ په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS