د پروان ولایت له یو شمېر عریضه لیکوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه

د پروان عدلیې ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له عریضه لیکوونکو څخه آزموینه واخیسته.
په دغې برنامه کې د عدلیې ریاست د انسجام مدیر او د یاد ولایت د مقام او محکمې استازو هم برخه اخیستې او د یادې آزموینې له بهیر څخه يې نظارت ترسره کړ. په دغې برنامه کې د یاد ولایت ۱۰ تنو عریضه لیکوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه.