بادغیس ولایت کې ۵۰۰ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Thu, Aug 03 2023 12:51 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر مراجعینو سندونه او عریضې په کې بررسي شوې او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې تخنیکي هیئت د جوند ولسوالۍ په آبخور یلنتا سیمه کې د عامه مرعی ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع بررسي کړه او یاده ځمکې یې استرداد کړه. د یادې ساحې مخورو او استازو له تخنیکي هیئت سره ژمنه وکړه چې وروسته له دې په یادې سیمه کې هیڅ ډول مالکانه ادعا نه لري او د نورو خلکو له استفادې څخه هم مخنیوي نه کوي.

یاد شوي هیئت یو شمېر افراد چې د قادس ولسوالۍ د آبګرمک کلي د زیارت ځمکه یې غصب کړې، د یاد ولایت کرنې ریاست ته وغوښت او له یو بل شخص څخه چې حج او اوقافو ریاست د هغه پر وړاندې عارض شوی چې خلیفه بهرام علیه رحمه د زیارت یوه برخه کې غصب کړې، سندونه او شرعي مدارک وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS