د عدلیې وزارت استول شوي هیئت د بدخشان و لایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه ترسره کړه

hakeem_admin
Tue, Nov 08 2022 12:10 PM
.

د هېواد شمال ولایتونو ته د عدليې وزارت استول شوي هیئت د دغه وزارت د حقوقي مساعدتونو رییس رحمت الله حقاني په مشرۍ د ربیع الثاني میاشت په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ له غرمې څخه دمخه د بدخشان ولایت له عدليې رییس او د دغه ریاست له امرینو سره وکتل.

په دغې ناسته کې چې د بدخشان ولایت په عدلیې ریاست کې ترسره شوې وه، د یاد هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني د تېرو ۲۰ کلونو د انقلاب شهیدانو له پاره دعا وکړه او د مجاهیدینو فدارکاریو او سرښندنو ستاینه یې وکړه. دغه راز هغه د ریاست د رییس او امرینو ننګونې واوریدې او د دغو ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

په مخکني نظام کې د مدافع وکیلانو امر ښاغلي نویدالله ظاهري هم له یاد هیئت سره وکتل او د اړوندې څانګې ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړې. نوموړي له یاد هیئت څخه وغوښتل چې د مدافع وکیلانو د کارونو د تنظیم او انسجام په منظور باید په دغه ولایت کې یو دفتر یا یو استازي وجود ولري. ترڅو د هغوی ارزونې او نورې ستونزې په همدغه ولایت کې حل شي.

.

یاد هیئت د همدغې ورځي په ماسپښین د دغه ریاست له کارکوونکو سره هم وکتل، په دغې کتنه کې مولوي رحمت الله حقاني د استقلال، ازادۍ، د اسلامي نظام د اهمیت، له امرینو څخه د اطاعت، له قومي ، ژبني، سمتي او تنظیمي تعصباتو د زیانونو او د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست کارکوونکو ته یې توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت د اسلام له شریعت سره عیار کړي.

یاد هیئت په دوو بېلابېلو کمېټو ویشل شوی او د دغه هیئت لومړۍ کمېټې د مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د ربیع الثاني میاشت په ۸ نېټه د پنجشنبې په ورځ د بدخشان ولایت له والي امان الدین منصور سره د والي د مرستیال، ښاروال، د کرنې رییس، د استخباراتو رییس، د مرافعې محکمې رییس، امنیه قوماندان او د د دغه ولایت د نورو مقاماتو په حضور سره د دغه ولایت د مقام په دفتر کې وکتل او خبرې يې وکړې.

.

په دغې ناسته کې مولوي رحمت الله حقاني د عدليې ریاست ستونزې او ننګونۍ د دغه ولایت له والي او مقاماتو سره شریکې کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې له عدليې ریاست سره لا زیاته همکاري وکړي. وروسته د امارت د قضایاو د ریاست استازي عبداللطیف جهادیار د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

په دغې ناسته کې د بدخشان ولایت والي اړوندو رییسان د عدليې ریاست سره د همکارۍ له پاره وهڅول چې د یادو رییسانو له لورې په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

د عدلیې وزارت مالي او اداري رییس مولوي عبدالقادر شریفي په مشرۍ د دغه هیئت دوه یمې کمېټې د عدليې ریاست او اړوندو امریتونو فعالیتونه او کړنې وارزولې نیمګړیتاوې او کمښتونه یې په ګوته او د دغه ریاست کارکوونکو ته يې د موجودو نیمګړتیاو او ستونزو د حل له پاره لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS