افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت سازمان (یوناما) د هیئت له رییسې سره د عدليې وزارت د سرپرست کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۶:۵۲

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت سازمان (یوناما) د هیئت رییسې مېرمن رزا اوتونبایوا د روان کال د رجب المرجب میاشت په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدليې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره ددغه وزارت په مقر کې وکتل.

په دغې کتنه کې، دواړو لورو افغانستان کې د عدلي او قضايي سیستم، قوانینو او د مدافع وکیلانو د موضوع په اړه بحث او خبرې وکړې.

یاده لیدنه کې، د عدليې وزارت سرپرست وویل چې د افغانستان عدليې او قضايي سیستم په قوت، عدالت او خپلواکۍ سره مخ ته ځي. نوموړي زیاته کړه چې «موږ سیاست کې مذهبي خلک یو او حنفي فقې ته پابند یو او زموږ قضات هم علمي او عملي تجربه لري».

د عدليې وزارت سرپرست زیاته کړه چې امیرالمومنین حفظه الله هم د قضا پر خپلواکۍ حکم کوي. نوموړي له نړیوالۍ ټولنې څخه وغوښتل چې له اسلامي امارت سره د دښمنۍ پر ځای تعامل وکړي او زیاته يې کړه چې نړیوالۍ او غربي رسنۍ یواځې په اسلامي امارت د منفي فشارونو راوړلو په هڅو کې دي.

دغه راز د عدليې وزارت سرپرست وویل چې هغه فشارونه چې نړیوالۍ ټولنې پر افغانستان راوستلي که چېرې پر امریکا راوړل شوي وو د افغانستان په نسبت يې ۱۰ سلنه کار هم نه شوی کولای.

نوموړي زیاته کړه چې: «هغه ورځ به هم راشي چې نړیواله ټولنه به له اسلامي امارت سره د اوسني تعامل په غلط والي اعتراف وکړي.»

د عدليې وزارت سرپرست د قوانینو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د قوانینو برخه کې ډیر کارونه ترسره شوي او د اکثرو ادارو قوانین د بشپړېدلو په حال کې دي.

دغه راز نوموړي د مدافع وکیلانو د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې تردې دمه د مدافع وکیلانو نږدې ۱۳۰۰ جوازولیکوونه تمدید شوي او کابو ۶۰۰ تنو مدافع وکیلانو د آزموینې له پاره نوم لیکنه کړې چې ډیر ژر به له هغوی څخه آزموینه واخیستل شي.

یادې شوې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د معاونت د هیئت رییسې ددغه سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې موږ د نړۍ له هېوادونو څخه غواړو چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

نوموړې له مدافع وکیلانو او د افغانستان له قضايي سیستم څخه د یوناما ددفتر ملاتړ اعلام کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

معین مسلکی وزارت عدلیه از ریاست عدلیه ولایت خوست بازدید کرد

هیئت وزارت عدلیه به رهبری محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالکریم حیدر، معین مسلکی این وزارت در ادامه نظارت از ریاست‌های عدلیه ولایات، روز سه‌شنبه، ۲۷ صفرالمظفر به ولایت خوست سفر کرد.

معین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

معین مسلکی وزارت عدلیه از ریاست عدلیه ولایت لوگر بازدید کرد

 هیئت وزارت عدلیه به رهبری محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالکریم حیدر، معین مسلکی این وزارت در ادامه نظارت از ریاست‌های عدلیه ولایات، روز دوشنبه، ۲۶ صفر المظفر به ولایت لوگر سفر کرد.

معین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

معین مسلکی وزارت عدلیه از ریاست عدلیه ولایت بامیان بازدید کرد

 هیئت وزارت عدلیه به رهبری محترم شیخ الحدیث مولوی عبدالکریم حیدر، معین مسلکی این وزارت در ادامه نظارت از ریاست‌های عدلیه ولایات، روز یکشنبه، ۲۶ صفر المظفر به ولایت بامیان سفر کرد.

معی. . .

BACK TO NEWS