د امارت د قضایاو د ریاست کاري بهیر

لکه څرنګه چې لیدل کېږي د وروستیو څو لسیزو جګړو او نا امنۍ له امله منقول او غیر منقول عامه ملکیتونو د زورواکو او غیر مسوولو کسانو لخوا غصب او تصرف شوي دي. په دغه لحاظ له عامه شتمنیو څخه دفاع او ساتنه د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت شرعي او قانوني مکلفیت دی نو پر دغه اساس له عامه شتمنیو څخه د دفاع مسوولیت د عدليې وزارت د امارت د قضایاو ادارې ته سپارل شوی دی. یاده اداره مکلفه ده چې د عامه شتمنیو اړونده قضیې د بررسۍ او رسیده ګۍ لاندې ونیسي او د اړتیا په صورت کې يې محکمو ته وړاندې او تعقیب کړي. د دولت ترڅنګ، د هېواد اوسیدونکي کولای شي د عامه شتمنیو د اتلاف د مخنیوي په برخه کې له امارت سره همکاري وکړي. هغه حقوقي  او سوداګرېزې دوسیې چې د امارت د قضایاو د ریاست له لوري محکمو ته استول کېږي د اسلامي امارت په ابتدایه، استیناف او د سترې محکمو په حقوقي او سوداګریز دیوان کې د امارت د قضایاو د ادارې د استازي او د دعوا دواړو لورو په حضور کې یادې دوسيې د رسیدګۍ او حل او فصل لاندې نیول کیږي.

ب: د امارت د قضایاو د ادارې موخې

ددغې ادارې موخې په لاندې توګه دي:

۱-  د دولت له منقولو او غیر منقولو شتمنیو ملاتړ او له هغو څخه ساتنه.

۲- ددولت په استازیتوب د محکمو پر وړاندې د دعوا د اقامې او د دعوا دفعې او د هغو تعقیب له لارې د دولت او مختلطو موسسو له مالي حقونو او قانوني ګټو څخه دفاع.

۳-  د دولت د درېګوو قواوو اړوند ادارو ترمنځ، خپلواکو کمېسیونونو، تصدیو، دولتي او مختلطو شرکتونو او د ښاروالۍ ترمنځ د حقوقي شخړو حل او فصل.

د امارت د قضایاو د ادارې کاري بهیر:

د امارت د قضایاو د ادارې اجراات په لومړي ګام کې د امارتي ادارو ترمنځ د دعوا حل او فصل پورې تړاو لري او په دوه یم ګام کې د امارتي ادارو او (حقیقي او حکمي) اشخاصو تر منځ حقوقي دعواو ته رسیدګي ده. د موضوعاتو لا ښې تشریح په موخه هر یو په لاندې توګه تشریح کېږي.

لومړی: ددولتي ادارو ترمنځ د حقوقي دعوا د حل او فصل څرنګوالی

د امارتي ادارو ترمنځ  حقوقي دعواوو ته رسیدګي د امارت د قضایاو د ادارې یوه دنده ده او امارتي ادارې مکلفې دي چې د عامه شتمنیو اړوند د حقوقي شخړو رامنځ ته کېدلو په صورت کې، قضیه د حل او فصل په موخې د امارت د قضایاو ادارې ته راجع کړي. کله چې د امارت د قضایاو ادارې؛ د یوې امارتي ادارې پر بلې امارتي ادارې د غصب، اتلاف، تعرض او دعوا څخه اطلاع ترلاسه کړه، د امارت د قضایاو رییس یا امرین خپل یو مسلکي غړی موظف او خپل اجراات پیلوي. مسلکي غړی د دواړو لورو ادعاوې اوري او د هغوی په حضور کې وړاندي شوي سندونه، دلایل او مدارک تر غور او بررسۍ لاندې نیسي.

د مصالحې قرار:

ټاکل شوی مسلکي غړی لومړی دواړه لورو ته د مصالحې بلنه ورکوي. کله چې دواړو لورو پر مصالحې قناعت وکړ، مسلکي غړی د مصالحې قرار صادروي او د دعوا د دواړو لور او د غونډې د رییس له تایید او لاسلیک او په مرکز کې د امارت د قضایاو د رییس او ولایتونو کې د عدلیې د رییس له کتنې څخه وروسته د ۱۵ ورځو په اوږدو کې دواړو لورو ته په رسمي بڼه ابلاغ کېږي.

د شخړې د حل قرار:

کله چې د قضیې دواړه لوري په غونډه کې حاضر وي خود مصالحې له لارې د شخړې  د حل له پاره موافقې ته و نه رسیږي، په مرکز او ولایتونو کې ټاکل شوی مسلکي غړی، د سندونو، معلوماتو، دلایلو او مدارکو له بررسۍ او د قضیې د دواړو لور له مباحثې څخه وروسته په دغې برخه کې د شخړې د حل پر مبنی قرار صادروي او د عدليې وزیر له تایید څخه وروسته دواړو لورو ته ابلاغ کېږي.  

د دولت د قضایاو د شخړي حل پر قرار اعتراض

کله چې د شخړې دواړه لوري پر صادر شوي قرار قناعت و نه لري کولای شي د قرار ترلاسه کولو څخه د ۳۰ ورځو په اوږدو کې خپل اعتراض رییس الوزارء ته وړاندې کړي. اعتراض په یاد قرار کې له ضعیفه او نه رعایت شوي ټکې او له قانون څخه سرغړونه ده، چې د معترض بنسټ له لوري ترتیب کېږي. رییس الوزراء صلاحیت لري چې له متخصصینو او اهل خبرو څخه یو هیئت توظیف کړي، توظیف شوی هیئت مکلف دی چې د ۳۰ ورځو په لړ کې اعتراض بررسي او پایله یې له رییس الوزراء سره شریکه کړي. د رییس الوزاء تصمیم قطعي او واجب الاجراء دی. اعتراض د ۳۰ ورځو له تېیرېدو څخه  وروسته د منلو وړ نه دی.

دوه یم: د امارتي ادارو او حقیقي اوحکمي اشخاصو ترمنځ حقوقي دعواوو ته رسیده ګي

د امارت د قضایاو اداره د امارتي ادارو او حقیقي او حکمي اشخاصو ترمنځ حقوقي دعواوو ته هم رسیدګي کوي. د حقیقی او حکمي اشخاصو لخوا د امارتي ادارو پر شتمنیو تعرض، غصب، او اتلاف په صورت کې، اړونده امارتي اداره ملزمه او مکلفه ده چې د رسیدګۍ په غرض موضوع سره له سندونو، دلایلو او مدارکو د امارت د قضایاو ادارې ته راجع او د امارت د قضایاو له ادارې سره د قضیې د رسیدګۍ په ټولو پړاونو کې د باصلاحیته استازي د معرفي کولو په شمول لازمه همکاري وکړي.

کله چې اشخاص او وګړي د امارتي ادارو پر وړاندې د ملکیت ادعا وکړي، د امارت د قضایاو اداره د سندونو او مدارکو پرمخ موضوع د امارتي ادارو په نیابت  تر رسیدګۍ لاندې نیسي او د محکمو پر وړاندې د امارتي ادارو له حقوقو او ګټو څخه دفاع کوي.