په پکتیا ولایت کې د یو شمېر موټر پلورنځيو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست په مشرتابه‌ ګډ نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

یاد پلاوی چې د عدلیې ریاست، د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو او د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تقعیب ریاست استازي په‌ کې شامل وو، د ۷ موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځيو په  کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او یاد د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه‌والي په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS